اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات ??فاقي وزير احسن اقبال د پاكستان پبلك وركس ډيپارټمنټ(پاك پي ډبلو ډي)بېلې پروژې صوبو ته منتقل كولو عمل جاج اخستلو لپاره د غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د هاؤسنګ اينډ وركس ايډېشنل سېكرټري منتقل كولو عمل په اړه بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې ووئيل شول چې د پنجاب حكومت ته د پاك پي ډبليو ډي ټولې پروژې په كاميابۍ سره منتقل ك??ی شوي۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال سندھ ته د پروژو منتقل كولو عمل زر تر زره بشپړولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل چې سندھ ته د پروژو منتقل كولو عمل دې راروانو پنځو ورځو كښې بشپړ كړې ??ي۔??حسن اقبال سپارښتنه وكړه چې سندھ٬بلوچستان او خېبرپښتونخوا ته پاتې پروژو منتقل كول عمل دې تر راتلونكې اونۍ بشپړ كړې ??ي۔??ه ووئيل چې د پروژو منتقل كولو لپاره ميكنزم ترسره شوې او كوم هم ډول خنډانو په صورت كښې اړوند صوبې ډي جي پاك پي ډبليو ډي او نور اړوند محكمې په سمدستي توګه خبر كړې ??ي۔??حسن اقبال په دې خبره زور راوړو چې وفاقي حكومت صوبائي خپلواكۍ او سيمه ايز پرمختګ ودې لپاره ټول ممكنه اقدامات ??ورته كوي دغسې چې د اولس خېرښېګړې پروژې صوبو كښې په وخت موثر ډول سره بشپړ شي۔وفاقي وزير احسن اقبال د دې خبرې پخلے وكړو چې د پروژو منتقل كولو عمل ك??ې د منصوبه بندۍ صوبو او ټول اړوند سټيك هولډرز ته هر ډول آسانۍ وركولو لپاره هر وخت چمتو يو۔
Nguồn bài viết : JILI Game Bài 3d