اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی ??ی) داخله وزارت د روانې مياشتې په مهال په اسلام آباد كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي ??و) سرمشريزې غونډې په موقعه فول پروف امنيت باوري كولو له د تګلارې منظوري وركړې ده۔ د اېس سي ??و كنفرنس په مهال به د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي ??و د پنجاب پوليس اضافي نفري هم تعينات كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د شنګھائی مرستې تنظيم كنفرنس تياريانو سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې وفاقي داخله سېكتر ٬ اېډيشنل سېكترانو ٬ چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی پولیس اسلام آباد، ډ??ټی کمشنر اسلام آباد، ډ??ټی کمانډنټ اېف سی، سېکتر کمانډر پاکستان رینجرز او د امنيتي ادارو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اېس سي ??و سرمشريزې غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو بشپړ جاج واغستے شو۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د روانې مياشتې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه په پاكستان كښې كېدل زيات مهم دي۔ په دې سمټ كښې يو شم??ر مشران ګډون كوي٬ د نړيوال كنفرنس په پاكستان كښې كېدل ټول اولس لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د اېس سي ??و سرمشريز كنفرنس په موقعه به په هره كچه فول پروف انتظامات باوري كولې شي۔ د اېس سي ??و كنفرنس په مهال به اسلام آباد ښكلے كولے ا?? د صفايۍ به خصوصي انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د اېس سي ??و غونډې په مهال دې ټولې اړوندې ادارې خپل متعين كړے شوے كردار ترسره كړي۔ ټولو له به په ګډه د كنفرنس په سولييز او كامياب ډول تابيا كېدل باوري كول وي۔
Nguồn bài viết : THỂ THAO